کورپاڼه / کرکټ / محمد رضوان: ۲۰۲۱ کال زما لپاره د شل اوریزه کرکټ غوره کال و

محمد رضوان: ۲۰۲۱ کال زما لپاره د شل اوریزه کرکټ غوره کال و

د پاکستان کرکټ لوبډلې ویکټ ساتونکی توپ وهونکی محمد رضوان وایي، چې ۲۰۲۱ کال د هغه لپاره د شل اوریزه کرکټ یو غوره کال و.

د معلوماتو له مخې، پاکستان کرکټ بورډ د خپلې لوبډلې ویکټ ساتونکی توپ وهونکی محمد رضوان د شل اوریزه لوبو غوره لوبغاړی ټاکلی او هغه ته یې جایزه ورکړې ده.

په دې موقع نوموړي وویل، چې ۲۰۲۱ کال د هغه لپاره د شل اوریزه کرکټ یو غوره کال و او ډاډ یې ښودلی چې په تېر کال کې د خپلې کارکردګۍ پرمټ په ټولو فارمیټونو کې غوره لوبې کړي.

هغه ویلي، چې ۲۰۲۱ کال په پیل کې چې کله یې د سویلي افریقا پر وړاندې سلیزه ووهله، نو هماغه سلیزې پر ځان ډاډه کړ او باور یې زیات شو.

د ویلو ده چې محمد رضوان د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د (ګارفیلډ سوبرز ټرافي) لپاره او نړیوالو شل اوریزو لوبو د کال غوره لوبغاړو جایزې ته هم نومول شوی دی.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …