کورپاڼه / کرکټ / آیا ویرات کوهلي به د سویلي افریقا پر وړاندې درېیمه ټیسټ لوبه کې ولوبېږي؟

آیا ویرات کوهلي به د سویلي افریقا پر وړاندې درېیمه ټیسټ لوبه کې ولوبېږي؟

د هند کرکټ لوبډلې د ټیسټ لوبډلمشر ویرات کوهلي به د سویلي افریقا پر وړاندې درېیمه ټیسټ لوبه کې برخه واخلي.

د هند لوبډلې مشر روزونکي راهول ډراویډ په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ویرات کوهلي به په درېیمه لوبه کې ګډون کوي ​​او د لوبډلې لوبډلمشري به ور تر غاړې وي.

د ویلو ده چې ویرات کوهلي د سنچورین ټېسټ لوبه کې برخه اخیستې وه، خو د جوهانسبرګ ټېسټ کې نه و، چې هند دغه لوبه وبایلله.

په دویمه ټیسټ لوبه کې د کوهلي د نه ګډون لامل د هغه ان فیټ کېدل په ګوته شوي و، ویل کېدل چې نوموړی ناروغ و او د ناروغۍ په سبب چمتو نه و چې په یاده ټیسټ لوبه کې ولوبېږي.

د یادونې وړ ده چې درېیمه ټیسټ لوبه به د جنورۍ په ۱۱مه په کیپ ټاون کې پیل شي. له دې وړاندې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې هند او په دویمه کې سویلي افریقا بریا خپله کړه.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …