کورپاڼه / کرکټ / د هند پر وړاندې له بریا وروسته سویلي افریقا په درجه بندۍ کې پرمختګ وکړ

د هند پر وړاندې له بریا وروسته سویلي افریقا په درجه بندۍ کې پرمختګ وکړ

سویلي افریقا لوبډله د جوهانسبرګ په ټیسټ لوبه کې هند ته په ماتې ورکولو سره د ټیسټ سیالیو په جدول کې له نهم څخه پنځم مقام ته ورسیده.

دا مهال د ټیسټ اتلولیو سیالیو د نومرو په نوملړ کې د ۱۰۰ سلنه پایلو سره لومړی، سریلانکا د ۱۰۰ سلنه پایلو سره دویم، پاکستان د ۷۵ سلنه پایلو سره دریم، هند د ۵۵ سلنه پایلو سره څلورم او سویلي افریقا د ۵۰ سلنه پایلو سره پنځم مقام کې ځای لري.

همدا راز بنګله دېش د ۳۳ سلنه پایلو سره شپږم، ویسټ انډیز د ۲۵ سلنه پایلو سره اووم، نیوزیلېنډ د ۱۱ سلنه پایلو سره اتم او انګلستان د ۷ سلنه پایلو سره نهم مقام لري.

په دې نوملړ کې زمبابوې لسم مقام لري. افغانستان او ایرلېنډ چې په ۲۰۱۷ کال یې د ټیسټ درجه واخیسته، د لږو لوبو کولو له امله په دې درجه بندۍ کې کوم مقام نلري.

د ویلو ده چې سویلي افریقا او هند لوبډلو ترمنځ د درېیو ټیسټ لوبو لړۍ ۱-۱ پر وړاندې مساوي ده، د لوبلړۍ وروستۍ لوبه به د جنورۍ په ۱۱مه پیل شي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …