کورپاڼه / خپلواک / رنګپور رېنجرز لوبډلې محمد نبي له لوبډلمشرۍ ليرې کړ
محمد نبي

رنګپور رېنجرز لوبډلې محمد نبي له لوبډلمشرۍ ليرې کړ

خپلواک وېبپاڼه (٢١ دسمبر ٢٠١٩): د بنګله دېش تجارتي ليګ په روانو سياليو کې محمد نبي د رنګپور رېنجرز لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى و، خو د پرلپسې څلور ماتو خوړلو نه وروسته هغه له لوبډلمشرۍ ليرې کړى شوى دى.

نن چې رنګپور رېنجرز لوبډله له چټاګرام چېلنجرز لوبډلې سره خپله پنځمه لوبه ترسره کوي، چې پکې محمد نبي د يوه لوبغاړي په توګه لوبېږي او د دغه لوبډلې نوى لوبډلمشر ټام ابيل ټاکل شوى دى، همدا راز په نننۍ لوبه کې محمد شهزاد هم په يوولس کسيز سکواډ کې نشته.

د محمد نبي په لوبډلمشرۍ کې رنګپور رېنجرز لومړۍ لوبه د کوميلا واريرز لوبډلې سره وکړه، چې واريرز لوبډلې په ١٠٥ منډو پکې بريا خپله کړه، په دغه لوبه کې محمد نبي ١ ويکټ واخيسته او ١١ منډې يې وکړې، محمد شهزاد بيا ١٣ منډې ترلاسه کړې.

رنګپور خپله دويمه لوبه د چټاګرام چېلنجرز لوبډلې سره وکړه چې په ٦ ويکټو چېلنجرز لوبډلې بريا خپله کړه. په دغه لوبه کې محمد نبي ٢١ منډې وکړې او ١ ويکټ يې ترلاسه کړه، شهزاد بيا يوازې ٩ منډې ترلاسه کړې.

رنګپور خپله دريمه لوبه د کوميلا واريرز لوبډلې سره وکړه چې په ٦ ويکټو يې ماته وخوړه. په دغه لوبه کې محمد نبي ٢٦ منډې وکړې او ١ لوبغاړى يې وسوځاوه، همدا راز محمد شهزاد بيا ٦١ منډې ترلاسه کړې.

رنګپور رېنجرز لوبډلې خپله څلورمه لوبه د کهلنا ټايګرز لوبډلې سره ترسره کړه چې په ٨ ويکټو يې ماته وخوړه. په دغه لوبه کې محمد نبي ٤ منډې وکړې او کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

له دغه وروسته د رنګپور رېنجرز لوبډلې مسوولينو پرېکړه وکړه، چې محمد نبي له لوبډلمشرۍ ليرې او پر ځاى يې ټام ابيل لوبډلمشر وټاکي، همدا راز محمد شهزاد هم د چټاګرام چېلنجرز لوبډلې پر وړاندې له لوبې کېنول شوى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …