کورپاڼه / خبرونه / کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو لپاره دوه په زړه پوري قوانین وضع کړل
افغانستان او پاکستان

کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو لپاره دوه په زړه پوري قوانین وضع کړل

د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو لپاره دوه نوي قوانین وضع کړل، دا قوانین به د روانې میاشتې له ۱۶مې، یعنې د ایرلېنډ او ویسټ ترمنځ له لوبې پیل شي او په ښځینه او نارینه کرکټ به پلي شي.

د کرکټ نړیوالې شورا په نویو قوانین کې لومړی قانون د سلو اور ریټ، یعنې په ټاکلي وخت د اورونو نه ترسره کولو په اړه دی.

په دې اړه ویل کېږي، که چېرته یو لوبډله په ټاکلي وخت اورونه ترسره نه کړي، نو پاتې اورونو کې به د توپ اچونې لوبډله د سزا په ډول یو ډګر ساتونکی دایرې ته دننه کوي او توپ وهونکي ته به د غټو شاټونو زمینه برابرېږي.

یعنې که چېرته یوه لوبډله د خپلې توپ اچونې پاڼۍ کې په ۹۰یمه دقیقه وروستي اور کولو ته چمتو نه وي، نو د سزا په ډول به یو ډګر ساتونکی دایرې ته دننه کېږي. که له ټاکلي وخت هر څومره اورونه پاتې ول، هغه به په بونډرۍ یو ډګر ساتونکی کمېږي.

بل قانون د اوبو دمې په اړه دی، چې د لوبې په منځ کې به ۲.۳۰ دقیقې وقفه اخیستل کېږي او دا وقفه اختیاري وي چې له لوبلړۍ وړاندې به د دوو لوبډلو ترمنځ ترمنځ د پرېکړې پر اساس وي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …