کورپاڼه / جالب / د سویلي کوریا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګنجي کېدو مسئله مهمه موضوع ګرځېدلې ده

د سویلي کوریا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګنجي کېدو مسئله مهمه موضوع ګرځېدلې ده

د سویلي کوریا د ولسمشرۍ ټاکنې به اوس د شمالي کوریا پر اټومي پروګرام، له امریکا سره د اړیکو او یا هم د اقتصادي وضعیت پرځای د ګنجي کېدو پر سر په جنجالونو راڅرخي.

د بهرنیو رسنیو د خبر له مخې، د سویلي کوریا د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پرمهال د سویلي کوریا د ولسمشر ای جې مینګ هغه وړاندیز جنجالونه راپورته کړل، چې ویلي ول چې د ګنجيو کسانو درملنه دې له دولتي خزانې وشي.

په سویلي کوریا ګنجیو یا له ویښتانو محروم کسان د ولسمشز جینګ لپاره کمپاین پیل کړ، په داسې حال کې چې اپوزیسیون پر هغه نېوکې پیل کړي دي.

ولسمشر جینګ د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال وړاندیز کړی، چې د ګنجي کېدو درملنه او بيا وده دې د ملي روغتيايي بيمې په پروګرام کې شامله شي.

د ویلو ده چې په سویلي کوریا کې په هرو پنځو کسانو کې یو کس له ویښتانو محروم دی.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …