کورپاڼه / هنر او کلتور / ((د درې واړه خانانو دوره نوره پای ته رسېدلې ده))

((د درې واړه خانانو دوره نوره پای ته رسېدلې ده))

د بالیووډ فلمونو شنونکی کمال ارشد خان ویلي، چې د هند فلمي صنعت د درېیو واړه خانانو دوره نوره پای ته رسېدلې ده.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، له یوې لسیزې ډېر وخت تېر شوی، خو د بالیووډ درې خانان (شاه رخ خان، عامر خان، سلمان خان) لا هم پر فلمي صنعت بادشاهي کوي او د دې اټکل د باکس آفس له شمېرو څخه کېږي.

اوس کمال ارشد خان پر ټویټر دعوه کړې، چې د بالیووډ د درې واړه خانانو دوره ختمه شوې، دوی ډېر کبر او حسد کاوه خو اوس به یې خپله وګالي.

هغه ویلي، وخت له هیچا سره یاري نه کوي، هغه ځي او راځي، مغلو او انګریزانو هم په هند کې خپله واکمني ونشوه ساتلی او په دې ډول د درې واړه خانانو دوره هم ختمه شوې ده.

کمال راشد خان زیاته کړې، اسلام هم وایي چې کبر او حسد دوه داسې څېزونه دي چې انسان د تباهۍ سبب کېږي او دا دوه څېزونه په درې واړه خانانو کې شته او داسې ښکاري چې دوی به هم تباه شي.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …