کورپاڼه / خپلواک / بيګ باش: لومړۍ لوبه کې راشد خان ارماني پاتې شو
راشد خان

بيګ باش: لومړۍ لوبه کې راشد خان ارماني پاتې شو

خپلواک وېبپاڼه (٢١ دسمبر ٢٠١٩): د راشد خان لوبډلې نن په بيګ باش تجارتي ليګ کې لومړۍ لوبه وه، چې په توپوهنه کې راشد خان په صفر وسوځېده او يوازې ٢ توپونه ورته ورسېدل، چې ٦ منډې يې ورکړې او لوبه بې پايلې پاى ته ورسېده.

د بيګ باش سياليو په لړ کې نن د اډلايډ سټرايکرز او سډني تهنډر لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه سډني تهنډر لوبډلې وګټله او اډلايډ سټرايکرز لوبډلې ته يې د توپوهنه بلنه ورکړه.

اډلايډ سټرايکرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٦١ منډې وکړې، چې له ډلې يې جوناتن ويلز ٥٥ ناسوځېدلې، الېکس کېري ٤٥ او جېک ويدرلاډ ٢ منډې وکړې، همدا راز راشد خان په صفر وسوځېده.

د سډني تهنډر له لوري ډينيل سېمس او کريس موريس ٢-٢ او جوناتن کوک ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٦٢ منډو د هدف په تعقيب کې د سډني تهنډر لوبډلې د ١ لوبغاړي په سوځېدو ٤٠ منډې کړې وې او کله چې راشد خان راغى او دوه توپونه يې ترسره کړل، نو له هغه وروسته د خرابې هوا او ککړې هوا له امله لوبه ختمه کړاى شوه، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ يې نومرې ووېشل شوې. راشد خان يوازې دوه توپونه ترسره کړل او ٦ منډې يې ورکړې.

د يادولو ده چې راشد خان د بيګ باش سياليو له پيلېدو سره سم په خپل ټويټر کې ليکلي و، چې په بيګ باش سياليو کې د خپلې لوبډلې لوبو ته ډېر په تمه دى. هغه ويلي و چې کله هم د اډلايډ سټرايکرز کالي په تن کړې، نو ډېر خوشحاله وي، خو په لومړۍ لوبه کې راشد خان ارماني پاتې شو.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …