کورپاڼه / کرکټ / د کرکټ نړۍ پنځه هغه غوره توپ وهونکي چې په خپل لوبیز ژوند کې شپږیزه نلري

د کرکټ نړۍ پنځه هغه غوره توپ وهونکي چې په خپل لوبیز ژوند کې شپږیزه نلري

کرکټ د نړۍ یو له مشهورو لوبو څخه ده، دا لوبه نن سبا تر دوه میلیاردو ډېر مینه وال لري، چې ډېری یې چټکه لوبه خوښوي، یعنې شپږیزې او څلوریزې خوښوي، خو د کرکټ په تاریخ کې داسې مشهور لوبغاړي هم شته چې هغوی بالکل شپږیزه نه وه وهلې.

کیلم فرګوشن: کیلم فرګوشن د اسټرالیا لوبغاړی و، نوموړي په ۲۰۰۹ کال یوه ورځنۍ لوبې پیل کړې او هغه وخت یې عمر یوازې ۲۵ کاله و. نوموړي ټولې ۳۰ یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي او یو غوره توپ وهونکی و، خو په خپل لوبیز ژوند کې یې هیڅ شپږیزه ونه وهله.

جیفري بایي کاټ: جیفري بایي کاټ هم د کرکټ د نړۍ غوره نوم و او د انګلستان لوبډلې او کرکټ بهترین توپ وهونکی و. هغه ۳۶ یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي، خو شپږیزه یې نه ده وهلې.

تیلان سماراویرا: تیلان سماراویرا د سریلانکا لوبډلې غوره لوبغاړی و، نوموړی د جیسوریا په دور کې راغلی، که څه هم غوره توپ وهونکی خو د سنګاکارا، جیوردني او جیسوریا شهرت یې پرمخ د شهرت لارې بندې کړي او جالبه داده چې تیلان هم پخپل لوبیز ژوند کې شپږیزه نلري.

ډاین ابراهام: ډاین ابراهام د زمبابوې لوبډلې لوبغاړی و، نوموړي یو غوره او تخنیکي توپ وهونکی و، هغه په ۲۰۰۱ کال کرکټ ته راغی، ټولې یې ۸۲ یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړې خو شپږیزه یې نه ده وهلې.

منوج پرباکر: منوج پرباکر د هند لوبډلې غوره الراونډر و، هغه په توپ اچونه کې له توپ وهونې غوره و، ټولې ۳۹ ټیسټ او ۱۳۰ یوه ورځنۍ لوبې یې ترسره کړي، خو شپږیزه یې نه ده وهلې.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …