کورپاڼه / روغتيا / څنګه کولی شو چې خپل ماشومان له ټوخي وژغورو؟

څنګه کولی شو چې خپل ماشومان له ټوخي وژغورو؟

د ژمي په پیل سره بې شمېره موسمي ناروغۍ د هر عمر اغېزمن کوي، خو کوچني ماشومان ډېر ژر نیسي، خو که چېرته په همدې موسم کې ځینې نسخې استعمال کړو نو کولی شو چې ژمی په آرامۍ سره تیر کړو.

موږ له پیړیو راهیسي په خپلو کورونو کې لویان وینو، چې له موسمي ناروغیو د مخنیوي او درملنې لپاره له کورنی علاج څخه کار اخلی، خو که د یوې وړې ستونزې لپاره هم موږ ډاکټر ته ځو، نو پوه شئ چې موږ په کور کې د دې تجربه لرونکو خلکو مرسته نه ده غوښتې.

په دې لړ کې مشران، سپین ږیري او حکیمان ټول په دې باور دي چې د بوټو طبیعي اوبه او شات، چې له پیړیو راهیسې د سلو ناروغیو درمل ګڼل کېږي، ګټور تمامېږي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي، شات ګرم اغېز لري او که چېرته ورسره دار چیني یوځای شي او وکارول شي نو د ماشومانو په ګډون غټان هم د ستوني له تکلیف، وچ ټوخي، نزلې او زکام څخه ژغوري.

د دې لپاره به څلور برخې شات او یوه برخه د دار چیني پوډر سره ګډ کړئ. کله چې ترکیب تیار شو نو د ژمي له پیل څخه تر پایه یې وخورئ، ان شاء الله چې ګټور به تمام شي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …