کورپاڼه / هنر او کلتور / سشمیتا سین: چېرته چې عزت نه وي، هلته مینه هیڅ مانا نلري

سشمیتا سین: چېرته چې عزت نه وي، هلته مینه هیڅ مانا نلري

د هند د ښکلا پخوانۍ ملکې او اداکارې سشمیتا سین ویلي، چېرته چې عزت نه وي، هلته مینه هیڅ مانا نلري، زه تل عزت ته له مینې لوړه درجه ورکوم.

سشمیتا سین تل پخپلو مانا لرونکو خبرو د مینه والو زړونه خپل کړي او اوس چې کله له هغې د (عزت) مانا وپوښتل شوه نو ډېر مانا لرونکی ځواب یې ورکړ. هغې وویل، زما په نزد عزت له هر څه لوړه درجه لري، زه د مینې په پرتله عزت لوړ ګڼم.

د ویلو ده چې سشمیتا سین دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې هغه له خپل انډیوال روهمن شال څخه بېله شوې ده.

هغې د خپلو خبرو په دوام ویلي، چېرته چې عزت نه وي، هلته مینه مانا نلري او مینه ترې ځي، خو که عزت وي نو د مینې اظهار ته بیا موقع برابرېږي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د سشمیتا سین او د هغه د انډیوال ترمنځ د بېلوالي راپورونه خپاره شول، چې دا راپورونه نوموړي تایید کړي هم دي، هغې د یو عکس په خپرولو سره ویلي چې موږ مخکې هم ملګري و او اوس هم، خو اړیکه مو ختمه شوه او مینه مو شته.

دا هم ولولئ

اکشی کمار

د اکشی کمار د (بچن پانډی) فلم د نندارې نېټه اعلان شوه

د هندي سینما د مشهور اداکار اکشی کمار د راتلونکي فلم (بچن پانډی) په سینماګانو …