کورپاڼه / روغتيا / په سوړ او وچ موسم کې د پوستکي له خارښت څنګه ځان وژغورو؟

په سوړ او وچ موسم کې د پوستکي له خارښت څنګه ځان وژغورو؟

د پوستکي خارښت په سړه او وچ هوا کې عام وي او لامل یې ډیری وختونه د دوړو او یا د کمبلې او نورو شیانو سره د حساسیت له امله رامنځته کېږي.

خو که یو ځل په سړه او وچه هوا کې پوستکی خارښت پیدا کړي، بیا یې درېدل ناشوني وي، خو که له کورنۍ درملنې څخه په منظمه توګه کار واخیستل شي، نو په څو دقیقو کې خاښت له منځه وړلی شي.

په سړه او وچه هوا کې خارښت د پوستکي د سپوروالي له امله رامنځته کیږي، نو که د پوستکي سپوروالی له منځه ولاړ شي نو له خارښت څخه خلاصون آسانه دی او د دې لپاره په لومړي قدم کې د ډېرو اوبو استعمال اړین وي.

د کوپرې تېل: د پوستکي ناروغیو متخصصین وایي چې د کوپرې تېل د خارښت په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي، ځکه چې دا د بکتریا او حساسیت ضد خاصیت لري، نو تاسې هم کولی شئ چې په اغېزمن شوي ځای یا تېل ټول بدن د کوپرې تېل ووهئ او له ستونزې ځان خلاص کړئ.

واسیلین: که غواړې چې پوستکی مو غوړ وي نو له واسیلین څخه غوره بل څه نشته، کله چې د پوستکي خارښت یا سپوروالی لرئ، نو واسیلین استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …