کورپاڼه / خپلواک / له لوبډلمشرۍ د نبي ليرې کېدو سره سم لوبډلې يې بريا خپله کړه
محمد نبي

له لوبډلمشرۍ د نبي ليرې کېدو سره سم لوبډلې يې بريا خپله کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢١ دسمبر ٢٠١٩): په بنګله دېش تجارتي ليګ کې د پرلپسې څلور ماتو خوړلو وروسته د رنګپور رېنجرز لوبډلې محمد نبي له لوبډلمشرۍ ليرې کړ او د هغه پر ځاى يې نوي لوبډلمشر ټام ابيل وټاکه، چې د نبي له ليرې کېدو سره سم رنګپور رېنجرز لوبډلې هم په خپله پنځمه لوبه کې بريا خپله کړه، چې دا يې په بي پي ايل کې لومړۍ بريا ده.

د بنګله دېش تجارتي ليګ ١٦مه لوبه د چټاګرام چېلنجرز او رنګپور رېنجرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. په پيل کې د لوبې پچه رنګپور رېنجرز لوبډلې وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه.

چټاګرام چېلنجرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې اويشکا فرنانډو ٧٢ او نور الحسن ٢٠ منډې وکړې.

د رنګپور رېنجرز له لوري مستفيظ الرحمان او ليوس ګريګوري ٢-٢، مقيد الاسلام، محمد نبي او سنجيت ساها ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٦٤ منډو هدف په تعقيب کې د رنګپور رېنجرز لوبډلې د پيل توپوهونکي محمد نايم او کېمرون ډيلپورټ دواړه په ٤-٤ منډو وسوځېدل، ورپسې لوبډلمشر ټام ابيل په ٢٤ او شادمان اسلام په ١٦ منډو خپلې ويکټې له لاسه ورکړې، خو تر هغه وروسته ليوس ګريګوري او فضل محمود توپوهنې ته ودرېدل چې دواړو په زړه پورې توپوهنه ترسره او په ١٨.٤ اورونو کې يې ياد هدف پوره او په بنګله دېش تجارتي ليګ کې يې خپلې لوبډلې ته لومړۍ بريا ور په برخه کړه. رنګپور رېنجرز په ٦ ويکټو د چټاګرام چېلنجرز لوبډلې ته ماته ورکړه.

ليوس ګريګوري ٧٦ ناسوځېدلې او فضل محمود ٣٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د چټاګرام چېلنجرز له لوري روبيل حسېن ٢، مهدي حسن راڼا او ليام پلنکيټ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې محمد نبي په ٤ لوبو کې د رنګپور رېنجرز لوبډلې لوبډلمشر و، خو کومه لوبه کې يې بريا خپله نه کړه، چې له هغه وروسته نوموړى له لوبډلمشرۍ ليرې او پر ځاى يې ټام ابيل نوى لوبډلمشر وټاکل شو، چې هغه د لوبډلمشر په حېث په لومړۍ لوبه کې بريا خپله کړه، همدا راز په نننۍ لوبه کې محمد شهزاد هم نه و اخيستل شوى.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …