کورپاڼه / جالب / د دویمې نړیوالې جګړې د یوه سرتیري لیک (۷۶) کاله وروسته د هغې کونډې میرمنې ترلاسه کړ

د دویمې نړیوالې جګړې د یوه سرتیري لیک (۷۶) کاله وروسته د هغې کونډې میرمنې ترلاسه کړ

د دویمې نړیوالې جګړې د یوه سرتیري لیک (۷۶) کاله وروسته د هغې کونډې میرمنې ترلاسه کړ. دا لیک په المان کې لیکل شوی او په میساچوسټس کې د هغه میرمن ترلاسه کړی دی.

د امریکا د پوستي خدماتو ادارې د راپور له مخې، دا لیک د جان ګونزالیز لخوا په ۱۹۴۵ کال خپلې مور ته لیکلی و، خو تر هغې پورې ونه رسېده، خو څو لسیزې وروسته بیا راښکاره شو او د پخواني امریکایي سرتیري د کورنۍ لټون پیل شو.

دغه سرتېری د لیک د لیکلو پرمهال ۲۲ کلن و، خو د د لیک له موندلو څو کاله وړاندې د هغه مور مړه شوې وه او جان ګونزالیز پخپله هم په ۲۰۱۵ کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړي.

خو پوستې څانګې د یاد سرتیري کونډه میرمن انجلینا جین وموندله او لیک یې ورته وسپاره. هغه د خپلې خواښې په نوم د تاریخي لیک په احساساتي حیرانه شوه او په دې توګه ۷۶ کاله وروسته یو خط خپل منزل ته ورسید.

انجلینا خبریالانو ته وویل، چې دا ډیره د خوښۍ شیبه وه، حتی تر دې چې پرې باور هم نشی کولی او دا لیک هغې ته داسې احساس ورکړ چې میړه یې لا هم ورسره وي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …