کورپاڼه / روغتيا / د لونګو استعمال مو کومې ستونزې حلوي؟

د لونګو استعمال مو کومې ستونزې حلوي؟

لونګ یوازې یوه مساله نه ده بلکې د طبي بوټي په توګه هم استعمالېږي، چې زیات شمېر خلک د بېلابېلو ناروغیو د درملنې په توګه استعمالوي، په ځانګړي توګه په سوړ ژمي کې ډېر ګټور وي، ځکه چې له سړو مو ژغوري او د زکام، نزلې، ټوخي او ستوني درد په صورت کې بدن ته آرام ورکوي.

د ټوخي لپاره: ټوخی په سړه هوا کې یوه عامه ناروغي ده او د درملنې لپاره یې لونګ په یوه کړایي کې واچوئ، سره یې کړئ او له شات سره یې ګډ کړئ او له هغې وروسته یې وخورئ، ټوخی به مو ودریږي.

د بندې پوزې لپاره: د بندې پزې د خلاصولو لپاره د ګرمو اوبو په یو لوښي کې لونګ واچوئ او سهار او ماښام یې بخار واخلئ، نو له زکام او نزلې څخه به خلاص شئ.

د خولې د روغتیا لپاره: څیړنو ښودلې چې لونګ د خولې د داخلي روغتیا او ښه ساتلو کې مهم رول لوبوي، نو د لونګو کریم د خولې یا غاښونو مینځلو لپاره وکاروي، ځکه چې لونک داسې قوي مواد لري چې په خوله کې میکروبونه له منځه وړي او خارښت او سوخت کموي.

د غاښونو درد لپاره: په هر کور کې مشران او سپین ږیري مشوره ورکوي چې د غاښ درد په صورت کې لونګ په غاښ زور کړئ او اوبه یې وڅښئ نو درد به یې آرام شي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …