کورپاڼه / کرکټ / د اسټرالیا ځوان لوبغاړی ویل پاوسکي بیا راستنېږي

د اسټرالیا ځوان لوبغاړی ویل پاوسکي بیا راستنېږي

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې ځوان لوبغاړی ویل پاوسکي، چې د ټپونو له امله له نړیوال کرکټ څخه لېرې و، بېرته د راستنېدلو اراده لري.

درویشت کلن ویل پاوسکي ونه توانېده چې د انګلستان پر وړاندې د ایشیز تاریخي سیالیو کې ولوبېږي، خو اوس د اسټرالیا کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر جورج بیلي وایي، چې ویل پاوسکي چمتو دی چې د پاکستان په دوره کې له لوبډلې سره یوځای شي.

جورج بیلي ویلي دي، چې ویل پاوسکي د اسټرالیا کرکټ بورډ د اوږدمهاله پلانونو برخه ده.

ویل پاوسکي وایي، د اوږې له ټپي کیدو وروسته له پنځو څخه تر شپږو اونیو پورې له کرکټ لېرې و، خو اوس بېرته راستنېږي او پر وینا یې چې د ټپي کېدو لومړۍ دوه اوونۍ ورته خورا ستونزمنې وې.

هغه زیاته کړې، له ټپي کېدو وروسته بېرته عادي حالت ته راتلل وخت نيسي. که زه په کورني کرکټ کې ښې لوبې کوم، نو په دې مانا چې هرڅه سم دي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …