کورپاڼه / خبرونه / راشد خان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې سره د هڅونې په موخه مرسته وکړه

راشد خان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې سره د هڅونې په موخه مرسته وکړه

د افغانستان کرکټ لوبډلې مخکښ ستوري راشد خان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو د لوبډلې له لوبغاړو سره مرسته وکړه او د کرکټ اړین توکي یې ورکړل.

نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې ده، چې په هغې کې لېدل کېږي، چې کم عمره ځوانو لوبغاړو ته د لوبې اړین توکي ورکړل شوي او هغوی له راشد خان څخه مننه کوي.

همدا راز په ویډیو کې ویل کېږي، چې د دې مرستو یو څه برخه د اسیا جام سیالیو پرمهال هغوی ته ورکړل شوي او پاتې مرستې به له نړیوال جام وړاندې، یعنې اوس ورکړل شي او هغه دا کار له نولس کلنو د کم عمره ځوانانو د هڅونې په موخه کوي.

راشد خان په دې اړه لیکي:((د افغانستان د کرکټ آینده ستوري او زموږ ځوان لوبغاړي زموږ د خپلو مجربو او سینر لوبغاړو مرستې، همکارۍ او ننګې ته ضرورت لري.))

نوموړي زیاته کړې:((زه د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبغاړي په توګه دا خپل ویاړلی مسئولیت ګڼم چې تر خپلې وسې له دوی سره مرسته او د دوی لاسنیوی وکړم.))

هغه همدا راز دا هم ویلي:((خوشحال یم چې دوی وینم چې په نړیوال سټیچ کې د خپل هېواد استازیتوب کوي. ځوانانو، لا وځلېږئ چې خپل هېواد ته ویاړ وبخښئ.))

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …