کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ایشیز څلورمه لوبه؛ انګلستان یوه ورځ او لس ویکټې لري ترڅو ۳۵۸ منډو ترلاسه کړي

ایشیز څلورمه لوبه؛ انګلستان یوه ورځ او لس ویکټې لري ترڅو ۳۵۸ منډو ترلاسه کړي

ایشیز لوبلړۍ د څلورمې ټیسټ لوبې څلورمه ورځ پای ته ورسېده، انګلستان په لس ویکټو ۳۵۸ منډو ته اړتیا لري.

دا لوبه د اسټرالیا په کوربتوب په سېډني کې روانه ده، د لوبې په پیل کې اسټرالیا لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۳۴ اورونه ولوبول، ۸ ویکټې یې له لاسه ورکړي، ۴۱۶ منډې یې جوړې کړې، پاڼۍ یې ډیکلیر کړه او د توپ وهنې وار یې انګلستان ته ورکړ.

د اسټرالیا په توپ وهونکو کې مارکس هریس ۳۸ او ډیویډ وارنر ۳۰، مارنس لبشين ۲۸، سټیو سمېت ۶۷، عثمان خواجه ۱۳۷ او میچل سټارک ۳۴ زیاتې منډې وکړې.

د انګلستان لپاره سيټورټ براډ ښه توپ اچونه وکړه، هغه ۵ لوبغاړي وسوځول، همدا راز جیمس اندرسن، جو روټ او مارک ووډ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

انګلستان د اسټرالیا ۴۱۶ منډو په ځواب ۷۹.۱ اورونه لوبولي، ټولې ویکټې یې له لاسه ورکړي او ۲۹۴ منډې یې وکړې. د دوی له لورې بین سټوکس ۶۶ او مارک ووډ ۳۹ او جوني بیرسټو په ۱۱۳ منډې وکړې. د اسټرالیا لپاره سکاټ بولېنډ ۴، پیټ کمینس او ناتن لین ۲-۲، میچل سټارک او کمرون ګرین ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړې.

اسټرالیا د هدف ټاکلو لپاره بیا توپ وهنه پیل کړه، ۶۸.۵ اورونه یې ولوبول، ۶ ویکټې یې له لاسه ورکړې، ۲۶۵ منډې یې جوړې کړې او پاڼۍ یې ډیکلیره کړه او انګلستان ته یې د ۳۸۸ منډو هدف وټاکه. د دوی له لورې عثمان خواجه ۱۰۱* او کمرون ګرین ۷۴ منډې وکړې. انګلستان ته جیک لیچ ۴ او مارک ووډ ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

انګلستان د ۳۸۸ منډو هدف په تعقیب د څلورمې ورځې تر پایه ۱۱ اورونه لوبولي، کومه ویکټ یې له لاسه نه ده ورکړې او سبا ورځ هم له ځان سره لري.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …