کورپاڼه / کرکټ / سویلي افریقا خپلو لوبغاړو ته په پي ایس اېل کې د لوبېدو اجازه نه ورکوي

سویلي افریقا خپلو لوبغاړو ته په پي ایس اېل کې د لوبېدو اجازه نه ورکوي

د سویلي افریقا کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د لوبېدو لپاره اجازه نه ده ورکړې او هغوی یې خپلو نړیوالو لوبو ته متوجې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې پاکستانيو رسنیو خبر ورکړی، چې د پي ایس اېل اووم پړاو سیالیو لپاره د سویلي افریقا لوبډلې ټول لوبغاړي چمتو دي.

ټاکل شوې وه، چې په همدې موخه د پاکستان سوپر لیګ سیالیو ته د دویم ځل لپاره د ډرافټ مراسم ترسره شي، ترڅو هره لوبډله له ځان سره شل-شل لوبغاړي ولري.

خو تېره ورځ د یو لړ ستونزو له امله، چې ښایي د سویلي افریقا لوبغاړو نه راتګ وي، وي، د ډرافټ مراسم وځنډېدل، چې نن ورځ ناوخته یې د ترسره کېدلو خبر ورکړل شوی.

د ویلو ده چې د پي ایس اېل اووم پړاو د دویم وار ډرافټ لپاره د سویلي افریقا لوبغاړو هر یو کوانټن ډیکاک، تبریز شمسي، ډیویډ میلر او وینډر ډوسن په نوملړ کې شامل و، خو دا چې په ورته وخت کې سویلي افریقا له هند سره د یوه ورځنیو لوبو لړۍ لري، خو کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته اجازه ور نکړه.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …