کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نن بیا له ظاهر خان او لوبډلې یې لار ورکه وه

نن بیا له ظاهر خان او لوبډلې یې لار ورکه وه

نن په بیګ باش لیګ کې محمد نبي ته چانس نه و ورکړل شوی او ظاهر خان په ۳ اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې، یوازې یوه ویکټ یې ترلاسه کړه او لوبډلې یې لوبه وبایلله.

د بیګ باش لیګ ۴۰مه لوبه د میلبورن رینګیډز او سېډني ټینډر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې میلبورن وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

سېډني ټینډر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې وکړې، د دوی له لورې ایلیکس هیلس ۶۸ او دنیل سامس ۹۸* زیاتې منډې وکړې.

د میلبورن رینګیډز له لورې کین ریچارډسن غوره توپ اچونه وکړه، هغه دوه لوبغاړي وسوځول. همدا راز ظاهر خان، ظاهر خان، نیک مدینسن او ویل سویټرلېنډ ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

میلیورن رینګیډز د ۲۱۰ هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۴.۲ اورونو کې ۸۰ منډې وکړې او په ۱۲۹ منډو یې ماتې وخوړه.

د دوی له لورې جیمس سایمور ۲۵ زیاتې منډې وکړې. د سېډني ټینډر لخوا محمد حسنین ۳، ګریندر سند او تنویر سانګا ۲-۲، دنیل سامس او ناتن میک اندریو ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …