کورپاڼه / هنر او کلتور / عامر خان له کترینه کیف سره د سلمان خان په سر شرط ایښی و+ویډیو

عامر خان له کترینه کیف سره د سلمان خان په سر شرط ایښی و+ویډیو

د بالیووډ مخکښ ستوري عامر خان، چې په مسټر پرفیکشنست هم مشهور دی، له کترینه کیف سره د اداکار سلمان خان په اړه شرط ایښی و، چې ویډیو یې یو ځل بیا خپره شوه.

عامر خان ویلي، چې کترینه کیف له ما څخه د سطرنج لوبې د ګټلو هیله وکړه او ویې ویل چې زه ورته چمتو یم او هغه وخت یې دا شرط کېښود، که چېرته یې وګټي نو زه به ورسره یو بل فلم هم جوړوم.

هغه زیاته کړې، چې ما ورته دا شرط کېښود، که چېرته هغه لوبه وبایلي او زه یې وګټم، نو د سلمان خان د کور مخ ته به ځي او د (دل چیز هی کیا اپ میري جان لیجیی) سندره به وایې.

عامر خان دا هم ویلي چې له دې شرط څخه وروسته کترینه کیف وویرېده، له خپلې خبرې په شا شوه او له هغې وروسته مو هیڅکله هم د سطرنج لوبه ونه کړه.

په دې خپرونه کې چې څنګه د عامر خان ویډیو پای ته رسېدو، نو کترینه کیف خاندي او په ټوکه وایي چې، زه به هغه مړ کړم.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by SALKAT❤️ (@salkat_century)

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …