کورپاڼه / تجارتي ليګونه / مجیب الرحمن لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته ماتې وخوړه

مجیب الرحمن لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته ماتې وخوړه

نن په بیګ باش لیګ کې مجیب الرحمن په ۴ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې، کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړه او لوبډلې یې لوبه هم وبایلله.

د بیګ باش لیګ ۴۱مه لوبه د هوبارټ هوریکنز او بریسبین هیټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې هوبارټ وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

بریسبین هیټ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې وکړې، د دوی له لورې لاچلان پففر ۶۹ زیاتې منډې وکړې.

د هوبارټ هوریکنز له لورې میچل اون او سندیپ لمیچاني غوره توپ اچونه وکړه، دواړو دوه-دوه لوبغاړي وسوځول. همدا راز ټیم ډیویډ، ریلي میریدیت او ټام روګریس ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

بریسبین هیټ د ۱۴۵ هدف د دوه لوبغاړو په سوځېدو په ۱۷.۲ اورونو کې پوره کړ او هوبارټ ته یې په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

د دوی له لورې بین مکدرموت ۹۳ زیاتې منډې وکړې. د بریسبین هیټ لخوا ویل پرستوګ ښه توپ اچونه وکړه، هغه دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …