کورپاڼه / جالب / که له وېده کېدو وړاندې بخارۍ استعمالوئ، نو دا لارښوونې ولولئ

که له وېده کېدو وړاندې بخارۍ استعمالوئ، نو دا لارښوونې ولولئ

د ژمي په موسم کې په خونو یا کوټو کې د بخاریو کارول عام وي، خو اوس یوه کارپوه خلکو ته د بخاریو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دی سن ورځپاڼې د راپور له مخې، د خوب متخصص جیمس ویلسن ویلي دي، له خوب وړاندې د بخاریو لګول د خوب لپاره ډېر زیانمن وي او مصنوعي تودوخه یې د خوب معیار خرابوي.

جیمس ویلسن وایي، د خوب پرمهال بخارۍ لګول زموږ بدن نا آرامه ساتي، ځکه چې زموږ بدن د تودوخې له زیاتوالي او کموالي سره مبارزه کوي او د خوب پرمهال د بخارۍ لګولو پرځای د بسترې ګرم ساتل د آرامه خوب لپاره ګټور وي.

جیمس ویلسن زیاته کړې، د بخارۍ مصنوعي تودوخه نه یوازې بدن نا آرامه کوي او د خوب کیفیت ټیټوي، بلکې دا د بدن اوبو د کمښت لامل کیږي او خوله وچه ساتي.

د پورته یادو شویو لاملونو په سبب خوب ګډوډیږي، نو د بخارۍ بندول او پر ځان کمبل یا بړستن اچول د ښه او آرامه خوب لامل کېږي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …