کورپاڼه / ريکارډونه / جو روټ د اسټرالیایي لوبغاړي ډان بریډمین منفي ریکارډ برابر کړ

جو روټ د اسټرالیایي لوبغاړي ډان بریډمین منفي ریکارډ برابر کړ

د انګلستان د ټیسټ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جو روټ د مشهور توپ وهونکي ډان بریډمین منفي ریکارډ برابر کړ.

د بربتانوي رسنیو د ريکارډ له مخې، جو روټ په ايشيز لوبلړۍ کې د یوه لوبډلمشر په توګه د تر ټولو زيات په صفر سوځېدلو ریکارډ له اسټراليايي توپ وهونکي ډان برډمین سره برابر کړ.

نوموړی تېره ورځ په سېډني ټیسټ لوبه کې د اسټرالیایي توپ اچونکي سکاټ بولېنډ لخوا وسوځېده، چې په دې سره هغه د پنځم ځل لپاره په ایشیز لوبلړۍ کې په صفر وسوځېده.

له دې وړاندې دا ریکارډ د اسټرالیا پخواني لوبډلمشر ډان بریډمین سره و، چې اوس جو روټ هم ورسره یوځای شو.

دا په پرلپسې توګه اووم ځل دی چې جو روټ د لوبډلمشر په توګه په صفر سوځېږي، چې له هغې وړاندې یوازې مایک ایترټن دا منفي ریکارډ له ځان سره لري.

دا هم ولولئ

هغه کار چې په تېرو درېیو کلونو کې چا ونکړ، رویچندران اشوین وکړ

د کرکټ له نړۍ په زړه پوری خبر دا دی، چې د سویلي افریقا په …