کورپاڼه / خبرونه / افغان چینامین ظاهر خان د اسلام آباد یونایټیډ لوبډلې واخیست

افغان چینامین ظاهر خان د اسلام آباد یونایټیډ لوبډلې واخیست

د افغانستان کرکټ لوبډلې ځوان لوبغاړی او چینامین توپ اچونکی ظاهر خان د پاکستان سوپر لیګ اووم سیالیو ته د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې واخیست.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان لوبغاړو د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د نه لوبېدو پرېکړه کړې، چې له هغې ډلې نوین الحق او نور احمد لکڼوال نومونه د یادونې وړ دي، چې نوین د بنګله دېش غوره لیګ سیالۍ غوره کړې.

ظاهر خان نن د پاکستان سوپر لیګ اووم پړاو سیالیو لپاره د دویم ځل ډرافټ مراسم کې واخیستل شو او د اسلام آباد یونایټیډ لوبډلې له ځان سره کړ.

په اسلام آباد یونایټیډ لوبډله کې بل افغان لوبغاړی رحمن الله ګربز هم شته، چې ښایي د افغانستان نړیوالو لوبو په سبب دې سیالیو کې ګډون ونه کړي.

د یادونې وړ ده چې نوین الحق او نور احمد لکڼوال دواړه د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې اخیستي و، خو دواړه په یادو سیالیو کې نه لوبېږي او نن یې پرځای لوک ووډ او علي عمران واخیستل شول.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …