کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ویسټ انډیز د لوبلړۍ اوله لوبه په ښه ډول وګټله

ویسټ انډیز د لوبلړۍ اوله لوبه په ښه ډول وګټله

د ایرلېنډ او ویسټ انډیز ترمنځ د درېیو یوه ورځنیو لوبو په لومړۍ لوبه کې ویسټ انډیز له یوې په زړه پورې لوبې وروسته بریا خپله کړه.

دا لوبې د کرکټ نړیوالې شورا ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د لار موندلو لپاره د سوپر لیګ سیالۍ دي او په ویسټ انډیز کې ترسره کېږي. د لوبې په پیل کې ایرلېنډ پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

ویسټ انډیز په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۹ منډې وکړې، د دوی لورې شمراه بروکس ۹۳ او کیرون فولارډ ۶۶ منډې وکړې.

د ایرلېنډ لپاره مارک ادیر او کریګ ینګ غوره توپ اچونه وکړه، دواړو ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې. همدا راز اندي میکبرین ۲، جوش لیټل او کریټس کمفیر ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

ایرلېنډ د ۲۷۰ منډو په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۵ منډې وکړې او په ۲۴ منډو یې لوبه وبایلله. د دوی له لورې هیری ټوکر ۵۳ او اندریو بیلبرني ۷۱ زیاتې منډې وکړې.

ویسټ انډیز ته رومایرو شیفرډ او الزري جوسیف ښه توپ اچونه وکړه، دواړو ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز اودین سمېت ۲، عقیل حسن او جیسن هولډر ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …