کورپاڼه / کرکټ / سلیم ملک، شین وارن ته په اشارې: څوک چې په ۵ زره ډالر خرڅېږي، هغه به د ۲۰۰ زرو ډالرو وړاندیز څنګه ردوي؟

سلیم ملک، شین وارن ته په اشارې: څوک چې په ۵ زره ډالر خرڅېږي، هغه به د ۲۰۰ زرو ډالرو وړاندیز څنګه ردوي؟

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني سلیم ملک ویلي دي، هغه څوک چې په ۵۰۰۰ ډالرو ځان خرڅوي، هغه به څنګه د ۲۰۰ زرو ډالرو له اخیستلو څخه انکار کوي.

نوموړي دا څرګندونې د شین وارن د ادعاوو په غبرګون کې کړي دي. شین وارن ویلي چې سلیم ملک په کال ۱۹۹۴ کې د کراچۍ ټیسټ لوبې د بایللو لپاره د فکسنګ وړاندیز کړی وو.

هغه زیاته کړې وه، د ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ سلیم ملک له ما سره اړیکه نیولی وه او ماته او زما ملګري ټیم مې ته یې د لوبې د بایللو په صورت کې د ۲.۲ ملیونه ډالرو وړاندیز کړی و او راته یې ویلي ول چې د ویکټو اخیستلو هڅه به نه کوئ.

خو اوس سلیم ملک د هغه تورونه ردوي او وایي چې شین وارن په دې سره د رسنیو پام ځانته اړوي. هغه پخپله په ۵۰۰۰ ډالر د پیچ په اړه معلومات ورکړي، چې اعتراف یې هم کړی و، نو هغه به څنګه د ۲۰۰ زرو ډالرو وړاندیز څنګه رد کړي.

سلیم ملک دا هم ویلي، هغه مهال زما وکيل عظمت سعيد استراليا ته لاړ و او قضيه يې وګټله. شین وارن يو درواغجن دی چې اوس هڅه کوي په نويو تورونو خپل کاروبار ته وده ورکړي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …