کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فضایي دوربین یا ټیلسکوپ هبل په فضاء کې یو میلیارد ثانیې بشپړې کړې

فضایي دوربین یا ټیلسکوپ هبل په فضاء کې یو میلیارد ثانیې بشپړې کړې

د هبل په نوم فضايي دوربین یا تیلسکوپ په دې میاشت کې یو بل هدف هم لاسته راوړه. ناسا وايي، دغه ۳۱ کلن ټیليسکوپ په فضاء کې یو میلیارد ثانیې تېرې کړې.

دا فضايي دوربین د ۱۹۹۰ کال د اپرېل په ۲۵مه د کشف له کارګو سپوږمکۍ څخه وتوغول شو چې د ځمکې له سطحې څخه ۳۴۰ میله پورته ګرځي.

د ۲۰۲۲ کال د جنوري په لومړۍ نېټه هبل ټیلسکوپ د خپل عملیاتو یو ملیارد ثانیې بشپړې کړې او په دې وخت کې یې له فضاء ځینې خورا په زړه پورې انځورونه هم واخیستل.

هبل ځینې نوي ساینسي کشفونه هم کړي دي، چې په هغې د کاینات عمر ۱۳.۸ ملیارده کاله ښودل شوی. په دې یو ملیارد ثانیو کې هبل ټیلسکوپ د پنځو هوابازانو د ترمیم ماموریتونو څخه تیر شوی او له ۱.۵ ملیون څخه ډیر ساینسي مشاهدې یې وکړې.

ناسا د دې جشن د لمانځلو په پار لیکلي چې موږ یوازې تصور کولی شو چې په راتلونکي یو ملیارد ثانیو کې به څه کشفونه وشي او تمه یې ښودلې هبل به په راتلونکو څو کلونو پورې به نور هم دوام وکړي.

دا هم ولولئ

ناسا په مریخ کې له ستونزو سره مخ شوه

د ناسا فضایي بېړۍ (روور) په مریخ کې د یوې ډبرې نمونې د ترلاسه کولو …