کورپاڼه / روغتيا / د انګورو خوراک د زړه له ناروغیو او فلج څخه مخنیوی کوي

د انګورو خوراک د زړه له ناروغیو او فلج څخه مخنیوی کوي

د زړه ناروغي او فلج په نړۍ کې د مړینې او معلولیت اصلي لاملونه دي، که غواړئ له دې ژوند ګواښونکو ناروغیو ځان وژغورئ، باید په خپل خوراک کې انګور شامل کړئ.

څیړنې موندلې چې په مناسبه اندازه د انګورو خوړل په معده کې د ګټورې بکتریا وده زیاتوي، چې د بدن د معافیت سیسټم په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.

څېړنو دا هم ثابته کړې چې د انګورو خوړل په بدن کې د خراب کلیسټرول کچې د کمېدو لامل کېږي او کلیسترول هغه ماده ده چې په شریانونو کې راټولېږي او تنګوي یې او د زړه د ناروغیو تر ټولو لوی لامل همدا دی.

څیړونکي دې پایلې ته رسیدلي چې انګور د خپلو غوره موادو سره د زړه او د معدې روغتیا لپاره خورا ګټور دي.

د ویلو ده چې انګور د ویټامین سي او ویټامین کی غوره منبع ده. په یو وږي انګورو کې ۱۰۴ کالوري، ۲۷.۳ ګرامه کاربوهایډریټ، ۱.۱ پروټین، ۲۷ سلنه ویټامین سي، ۲۸ سلنه ویټامین کی، ۷ سلنه تیامین، ۶ سلنه رایبوفلاون، ۶ سلنه ویټامین بي۶، ۸ سلنه پوتاشیم، ۱۰ سلنه کاپر او ۵ سلنه میګنیز لري.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …