کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د بنګله پر وړاندې نیوزیلېنډ د یو لوبغاړي په سوځېدو ۳۴۹ منډې لري

د بنګله پر وړاندې نیوزیلېنډ د یو لوبغاړي په سوځېدو ۳۴۹ منډې لري

د بنګله دېش او نیوزیلېنډ ترمنځ د ددویمې ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده؛ نیوزیلېنډ د ۱ لوبغاړي په سوځېدو ۳۴۹ منډې لري.

دا لوبه د نیوزیلېنډ په کوربتوب نن سهار وختي پیل شو، چې د لوبې په پیل کې بنګله دېش پچه وګټله او نیوزیلېنډ ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

که څه هم نیوزیلېنډ په لومړۍ ټیسټ لوبه کې له ماتې سره مخ شو، خو دا ځل په کلک هوډ راوتلي دي او په لومړۍ ورځ یې یوازې یوه ویکټ له لاسه ورکړه.

په سوځېدلو لوبغاړو کې ویل ینګ په ۵۴ منډو سوځېدلی دی او په ولاړو لوبغاړو کې ټام لیتم په ۱۸۶ او ډیون کانوي په ۹۹ منډو ناسوځېدلی دی او سبا به بیا توپ وهنې ته دوام ورکړي.

نیوزیلېنډ ټولټال ۹۰ اورونه ولوبول، یو لوبغاړي یې وسوځېدل، ۳۴۹ منډې یې وکړې او سبا به بیا توپ وهنه کوي. د بنګله دېش لپاره شرف الاسلام ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

براډ هوج پر هینریکس د بندیز غوښتنه کړې، وایي په حسنین یې طنز کړی دی

د اسټرالیا پخواني کرکټ لوبغاړي براډ هوج غوښتنه کړې چې پر موسیس هینریکس دې بندیز …