کورپاڼه / اسلام / حدیث شریف: د ژمي موسم د مسلمان لپاره د پسرلي موسم وي

حدیث شریف: د ژمي موسم د مسلمان لپاره د پسرلي موسم وي

هر موسم د عبادت موسم وي خو په ژمي کې د دې فرصت ډېر وي چې په لږ وخت کې ډېر ثواب وګټو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: د ژمي موسم د مسلمان لپاره د پسرلي موسم وي، په دې موسم کې ورځې لنډې وي نو مسلمان روژه نیسي او شپږ اوږدې وي نو نفلونه کوي.

حضرت ابو سعید خدري (رض) روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: د ژمي موسم د مسلمان لپاره د پسرلي موسم وي، په دې موسم کې ورځې لنډې وي نو مسلمان روژه نیسي او شپږ اوږدې وي نو نفلونه کوي.

له حضرت انس (رض) څخه روایت دی چې رسول الله (ص) فرمایلي دي: د ژمي روژې نېول داسې وي لکه مفت یا وړیا چې اجر او ثواب ګټي.

عبدالله بن مسعود د ژمي د موسم په راتګ سره وایي: ژمي ته هرکلی ووایئ، په دې موسم کې د الله تعالی رحمتونه نازلېږي، چې شپې د بېدارولو لپاره اوږدې او ورځې یې د روژې نېولو لپاره لنډې وي.

له پورته ټولو حدیثونو څخه معلومه شوه چې ژمی د عبادت موسم دی، روژې پکې آسانه نېول کېږي، قضایی روژې هم راګرځول کېږي او شپې یې اوږدې وي چې عبادت، ذکر او نفلونه پکې کېږي.

دا هم ولولئ

دويم واده

که د واده په لومړۍ شپه کور والی ونه شي، نو په بله ورځ ډوډۍ ورکول جایز دي او که نه؟

که چېرته د واده په لومړۍ شپه باندې کور والی ونه شي، نو ایا د …