کورپاڼه / جالب / دې ځوان د ځانګړي ښکاره کېدو لپاره په ځان ۱۷ زره ډالر مصرف کړي

دې ځوان د ځانګړي ښکاره کېدو لپاره په ځان ۱۷ زره ډالر مصرف کړي

دا د هر چا هیله وي چې ښکلي او ښایسته ښکاره شي، خو په نړۍ کې ځینې داسې خلک هم شته چې د ښکلي ښکارېدو لپاره نه، بلکې د ویروونکي ښکاره کېدو لپاره ځان جوړوي.

همداسې یو څه د المان یو اوسیدونکي ترسره کړي او په انستاګرام کې په بلیک ډیپریشن مشهور دی. نوموړي د دې لپاره چې څېره یې یو څه ویروونکي ښکاره شي، تر اوسه ۱۷ زره ډالر په ځان مصرف کړي.

دې ځوان د دې جالب او حیراوونکي شوق پاللو لپاره نه یوازې خپل غوږ پرې کړی، د سترګو سپین یې هم تور کړي دي او پر ټول بدن یې پزل هم جوړ کړی.

دا ځوان وایي چې غواړي له ځانه انساني پزل جوړ کړي او د دې هدف لپاره له څو کلونو راهیسې خواري کوي. نوموړي شل کلن و چې لومړی یې ژبه پرې کړه او بیا یې په بدن کې بدلونونه راوستل پیل کړل.

دغه راز بلیک ډیپریشن د غاښونو دواړه قطارونه په تیتانیم سره پوښلي او پوزه، غوږونه او د هغه د بدن ډیری برخې یې سوري کړي دي.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …