کورپاڼه / جالب / د نړي تر ټولو جالبه الوتنه؛ یوازې دوه وخت یې نېولی

د نړي تر ټولو جالبه الوتنه؛ یوازې دوه وخت یې نېولی

هوايي سفر د اوږده واټن لپاره کیږي، خو په نړۍ کې یوه داسې الوتنه هم شته چې یوازې دوه دقیقې وخت نیسي.

د نړیوالې ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، د سکاټلینډ د دوو ټاپوګانو ترمنځ د الوتنې موده دومره لنډه ده چې له هغې ډېره موده خلک په الوتکه کې په پورته کیدو تېروي.

د لوګان الوتنه کومه په زړه پورې تجربه نه وه، ځکه چې دا یوه کوچنۍ الوتګه ده او یوازې اته مسافر پکې سفر کولی شي، خو د دې سفر ځانګړتیا د لوتنې موده ده.

د ګینس ادارې هم د سکاټلینډ د لویدیځې ټاپو ویسټر ویل او پاپا ویسټرلي ترمنځ الوتنه په نړۍ کې ترټولو لنډ مهاله الوتنه نومولې ده. دا سفر یوازې ۱.۷ میله دی که باد نه وي او سامان لږ وي نو یوازې په ۵۳ ثانیو کې ترسره کېږي.

الوتکه په ورځ کې دوه ځله الوتنه کوي او په دوبي کې ډیری سیلانیان په دې کې سفر کوي ترڅو دوی د نړۍ ترټولو لنډې الوتنې سره پاپا ویسټرې څخه لیدنه وکړي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …