کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې له نزلې او زکام څخه څنګه ځان وژغورو؟

په ژمي کې له نزلې او زکام څخه څنګه ځان وژغورو؟

نزله او زکام د ژمي تر ټولو عامې ستونزې دي، که څه هم د کال په اوږدو کې هر څوک د نزلې او زکام سره مخ کېدلی شي، خو د ژمي په موسم کې اضافي پاملرنې ته اړتیا ډېره وي.

عام زکام د پوزې او ستوني وایروسي انتاني ده. دا په تنفسي لارو کې د تکلیف لامل کېږي او نښې یې تر یوې اونۍ پورې دوام کولی شي، چې په دې کې زکام، د ستوني درد، ټوخی، پرنجي او تبه شامله ده، متخصصین وايي ځینې خواړه شته چې د نزلې، زکام په مخنیوي کې مرسته کوي.

پاڼي لرونکي سبزيجات د انټي اکسیډنټ، ویټامین سي او نورو اړینو مغذي موادو یوه غوره سرچینه ده، چې موږ ورته د ناروغۍ په وخت کې ډېره اړتیا لرو. که نزله او زکام لرئ، په خپل رژیم کې پاڼي لرونکي سبزيجات او نور خواړه شامل کړئ.

کورکمن د سوخت او التهاب ځکه مرکبونه لري، که چېرته کورکمن په خوراک کې شامل کړو نو دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د وایروسي ناروغیو مخنیوی کوي. هغه مېوې چې ویټامین سي لري، هغه هم دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

همدا راز مستې د ګټورو بکتریاوو په لرلو سره دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د شنو پاڼو لرونکي سبزیجات هم د بدن اړین مواد پوره کوي او ماهي د اومیګا تري شحمي اسیدونو په لرلو سره د موسمي ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

بل لوري ته هوږه او ادرک هم دفاعي سیستم پیاوړی کوي او بدن ګرم ساتي او وچې مېوې هم د ناروغۍ څخه په خلاصون کې خورا مهم تمامېږي او د بدن انرژي او ځواک ورکوي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …