کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اشټون ټرنر په ښې توپ وهنې پرت سکاچرز لوبډله بریالۍ کړه

اشټون ټرنر په ښې توپ وهنې پرت سکاچرز لوبډله بریالۍ کړه

نن په بیګ باش لیګ کې اشټون ټرنر ښه لوبه وکړه، هغه ۶۹ غوره منډې وکړې او پرت سکاچرز لوبډله یې بریالۍ کړه.

د بیګ باش لیګ ۴۲مه لوبه د پرت سکاچرز او سېډني سېکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سېډني وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

سېډني سېکسرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې وکړې، د دوی له لورې جوش فلیپ ۳۲ او ډین کریسټن ۳۵ زیاتې منډې وکړې.

د پرت سکاچرز له لورې اشټون اګر غوره توپ اچونه وکړه، دواړو دوه لوبغاړي وسوځول. همدا راز میتیو کیل او پیټر هیتزوګلو ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

پرت سکاچرز د ۱۵۲ هدف د ۵ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹ اورونو کې پوره کړ او پرت سکاچرز ته یې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

د دوی له لورې اشټون ټرنر ۶۹ زیاتې منډې وکړې. د سېډني سېکسرز لخوا بین دراویش ښه توپ اچونه وکړه، هغه دوه ویکټې ترلاسه کړې. همدا راز جکسن بریډ، هیډن کیر او شاداب خان ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …