کورپاڼه / روغتيا / د ماشومانو ستونزې په دې آسانه طریقو سره حل کړئ

د ماشومانو ستونزې په دې آسانه طریقو سره حل کړئ

کوچني ماشومان ډېر ژر په ناروغیو اخته کېږي، خو دا چې هغه څنګه له دې ستونزو وژغورو، په دې میندې پوهېږي او بېلابېل درمل ورکوي، خو که چېرته له لاندې طریقو کټه واخیستل شي نو ګټور تمامېږي.

۱- که چېرته د ماشوم غاښونه راخېژي نو دا ډېره دردونکی حالت وي او په دې حالت کې ماشوم ډېر شور کوي، که چېرته ستاسو ماشوم هم د غاښونو راختلو پرمهال ځورېږي، نو ګوتې یې ورته مساج کړئ.

۲- ډېری وخت ماشومان له نزلې سره مخ کېږي، چې په همدې سبب د ساه اخیستلو له ستونزو سره هم لاس او ګرېوان کېږي، په دې صورت کې له ګوتو لاندې برخه مساج کړئ.

۳- په تصویر کې نیلي رنګه برخه د سینې د درد برخه ده، یعنې که چېرته دا برخه مساج شي، نو د سینې درد ختموي.

۴- که چېرته د خېټې درد لري نو په تصویر کې ژېړه ښکارېدونکي برخه مساج کړئ.

۵- که چېرته بدهضمي لري نو شین رنګ برخه مساج کړئ.

۶- که د قبض ستونزې وي نو تیت رنګه نیلي برخه مساج کړئ.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …