کورپاڼه / کرکټ / سریلانکا هم خپلو لوبغاړو ته په بي پي اېل کې د لوبېدو اجازه ور نکړه

سریلانکا هم خپلو لوبغاړو ته په بي پي اېل کې د لوبېدو اجازه ور نکړه

د سریلانکا کرکټ بورډ هم خپلو لوبغاړو ته په بي پي اېل کې د لوبېدو اجازه ور نکړه. وایي لوبغاړي دي خپلو ملي او کورنیو سیالیو ته لومړیتوب ورکړي.

بي پي اېل یا بنګله دېش غوره لیګ سیالیو ته، چې شپږ لوبډلې پکې برخه لري، ټول نهه سریلانکایي لوبغاړي اخیستل شوي، خو دا لوبغاړو یاد لیګ کې د لوبېدو اجازه نلري.

په ورته وخت کې سریلانکا کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته د تقاعد اخیستو نوي شرطونه هم ټاکلي، په نويو شرایطو کې لومړی شرط دا دی، که چېرته کوم سریلانکا لوبغاړی غواړي چې له نړیوال کرکټ تقاعد واخلي، باید درې میاشتې وړاندې کرکټ بورډ خبر کړي.

دویم شرط دا دی، که یو لوبغاړی تقاعد اعلانوي نو تر شپږ میاشتو به په تمه پاتې کېږي ترڅو کرکټ بورډ ورته په بهرنیو لیګونو د لوبېدو اجازه ورکړي.

هغه لوبغاړي چې له تقاعد وروسته د لنکا لیګ کې لوبېدل غواړي، هغوی باید د سریلانکا اتیا سلنه کورنیو لوبو کې برخه واخلي، که داسې ونه کړي نو په لنکا لیګ کې نشي لوبېدلی.

بل لوري ته سویلي افریقا کرکټ بورډ هم اعلان وکړ، چې خپل لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ سیالیو ته نه پرېږدي.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …