کورپاڼه / جالب / ترکمنستان حکومت پرېکړه کړې چې د دوزخ دروازه بندوي

ترکمنستان حکومت پرېکړه کړې چې د دوزخ دروازه بندوي

د منځنۍ اسیا هېواد ترکمنستان حکومت پرېکړه کړې ده، چې د دوزخ دروازې په نوم د اور غورځونې کندې بندې کړي.

د بهرنیو رسنیو پر وینا، په ۱۹۷۱ کال کې په ترکمنستان کې د تېلو او ګازو د زېرمو د کیندلو پر مهال کارپوهانو یوه کنده وکیندله، چې په هغې کې اور ولګېد، دا اور ۵۰ کاله وروسته لاهم لګېدلی دی.

ساینسپوهان تر اوسه پورې په دې نه دي توانیدلي چې دا اور مړ کړي، دا اور نه یوازې نږدې چاپیریال ته زیان رسوي بلکې د معدني موادو د ضایع کیدو سبب هم ګرځي.

د شنبې په ورځ د ترکمنستان ولسمشر قلي بردي محمدوف اعلان وکړ، دغه اور، چې د دوزخ دروازې په نوم یادیږي، مړ کوي او کنده یې به بنده کړي.

نوموړي دا هم ویلي چې ساینسپوهانو دې په هغه لارو چارو غور وکړي، ترڅو دا اور مړ کړي او کنده یې ور بنده کړي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …