کورپاڼه / روغتيا / د غوږ خیره د دفاعي سیستم مهمه برخه ده، خو څنګه؟

د غوږ خیره د دفاعي سیستم مهمه برخه ده، خو څنګه؟

د غوږ خیره عموماً یو ناپاک یا چټل شی ګڼل کیږي، چې پاکول یې خورا اړین وي، خو لکه څنګه چې پیسې، چې د لاس خیره ورته ویل کېږي، زموږ د اړتیاوو لپاره مهمې دي، نو د غوږو خیره هم ګټوره وي.

د غوږونو پاکول ښه کار دی خو که چېرته ښه پاک شي نو روغتیا ته زیان رسوي. د غوږ خیره، چې په انګلیسي کې د (earwax) په نوم یادیږي، د الله تعالی لخوا انسان ته ورکړل شوی یو ډېر عجیب د معافیت سیسټم دی.

د غوږ خیره یوه سریښتناک ماده ده او همدا سریښتناکه بڼه یې موږ له زیاتو ناروغیو څخه خوندي ساتي. دا ماده د هغه میکروبونو څخه مخنیوی کوی چې د دوړو له لارې غوږ ته داخلېږي.

د غوږ خیره یو ډېر مهم انزایم لري، چې د (lysosyme) ورته ویل کېږي، دا یو داسې بیولوژیکي مالیکول دی چې کوچنۍ حجرې ماتوي او میکروبونه له منځه وړي.

کله چې میکروب غوږ ته داخلېږي نو همدا سریښتناکه ماده ترې راتاوېږي او مخه یې نیسي او په دویمه مرحله کې د میکروبونو حجرې ماتوي او همالته یې له منځه وړي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …