کورپاڼه / جالب / د بنګله دېش خندونکي ډګر ساتنه؛ ډېره په زړه پورې ویډیو

د بنګله دېش خندونکي ډګر ساتنه؛ ډېره په زړه پورې ویډیو

د بنګله دېش کرکټ لوبډلې له خندونکي ریویو وروسته اوس یې ډګر ساتنه هم رشخند شوه او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته یې د مسخرو موقع ورکړه.

د بنګله دېش کرکټ لوبډلې نن ورځ د نیوزیلېنډ پر وړاندې په دویمه ټیسټ لوبه کې د ډګر ساتنې پرمهال ډېر آسانه کیچ وغورځاوه او ورسره څنګ کې یې په هماغه توپ ۷ منډې هم ورکړې.

دا کیچ د نیوزیلېنډي لوبغاړي ویل ینګ و، چې سلیپ ته یې آسانه کیچ وغورځېده او بیا له هغې وروسته په هماغه توپ بل ډګر ساتونکي اضافي ترو وکړه، چې څلوریزه شوه.

ویل نه یوازې په دې سره یو چانس ترلاسه کړ، بلکې ۷ منډې یې هم ترلاسه کړې، د بنګله دېش خندونکي ډګر ساتنه په ټولنیزو رسنیو رشخند شوې او په زړه پورې تبصرې پرې کېږي.

د یادونې وړ ده، چې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې د بنګله دېش لوبډلې په یو داسې توپ ریویو اخیستې وه، چې هغه نېع په نېغه د راس ټیلر په بیټ لګېدلی و، چې بیا بنګله دېش لوبډله پر ټولنیزو رسنیو ډېره رشخند هم شوه.

دا هم ولولئ

اډلیډ سټریکرز اوله ایلینمټري لوبه وګټله

نن په بیګ باش لیګ کې ایلیکس کیري او میتیو شارټ غوره لوبه وکړه، ډواړو …