کورپاڼه / کرکټ / جوس بټلر له ایشیز لوبلړۍ کور ته رخصت شو

جوس بټلر له ایشیز لوبلړۍ کور ته رخصت شو

د انګلستان کرکټ لوبډلې ویکټ ساتونکی توپ وهونکی جوس بټلر د کیڼ لاس د ګوتې د ماتیدو له امله د ایشیز لوبلړۍ له پنځمې ټیسټ لوبې، چې په هوبارټ ترسره کېږي، بهر شو.

جوس بټلر به بېرته انګلستان ته ستون شي او له ستنیدو سره سم به د انګلستان کرکټ بورډ د طبي ټیم لخوا د هغه ټپ ارزول کیږي.

په ورته وخت کې د جوني بیرسټو او بین سټوکس ټپونه، چې یو د ښي لاس ګوتې او بل یې د کیڼ اړخ فشار سره مخ دي، هم به په راتلونکو څو ورځو کې وارزول شي، څو د وروستي ټیسټ لپاره د دوی فټنس معلوم کړي.

بټلر په سېډني کې د څلورمې ټېسټ لوبې په لومړي پاڼۍ کې د اسټرالیا پر وړاندې ټپي شوی و او په دویمه پاڼۍ کې اولي پاپ د وېکټ ساتنې دنده پر غاړه اخیستې وه. د بټلر لپاره دا لوبلړۍ ډېره مایوسه کوونکي وه، هغه یوازې د ۱۵ په اوسط سره یې ۱۰۷ منډې پکې جوړې کړې.

د ویلو ده چې د جوس بټلر پرځای انګلستان لوبډلې سام بیلینګس سکواډ ته پورته کړی، هغه چې ۲۵ یوه ورځنۍ او ۳۳ شل اوریزې لوبې ترسره کړي، داسې ښکاري چې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه به وکړي او د ویکټ ساتونکي دنده به په غاړه واخلي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …