کورپاڼه / روغتيا / کېله نه یوازې روغتیا ته بلکې ښکلا ته هم ګټوره وي

کېله نه یوازې روغتیا ته بلکې ښکلا ته هم ګټوره وي

کېله یوه داسې مېوه ده چې د روغتیا ترڅنګ د ښکلا لپاره هم استعمالېږي، زیاتره شرکتونه یې هم په خپلو تولیداتو کې استعمالوي، ځکه چې دا د پوستکي بند سوري خلاصوي، خو پوښتنه دا ده چې په کور کې ترې څه ډول ګټه پورته کړو؟

له هر څه وړاندې په دې پوهېدل اړین دي په کېله کې داسې کوم مواد دي چې د پوستکي ښکلا زیاتوي. کېله په خپل ترکیب کې کلسیم، پوتاشیم او ویټامین بي۶ په زیاته اندازه وي او دا توکي د پوستکي او ویښتانو دواړو لپاره ګټور وي.

لکه څنګه چې د ژمي موسم دی نو له کېلو سره کېنو هم په آسانۍ ترلاسه کېږي، نو د پوستکي د ښکلا لپاره که له کېلې سره د کېنو اوبه یا مواد یوځای شي او شربت یا کریم ترې جوړ شي نو پر څېره یې استعمالولی شئ.

کېنو د ویټامین سي غوره منبع ده او د بدن پوستکي لپاره ویټامین سي خورا اړین دي. د دې لپاره نیم کېله راواخلئ او په هغې د یوې کېنو اوبه یا مواد واچوئ، مخ ووینځئ او له هغې وروسته تیار شوی ترکیب پرې ووهئ.

له دقیقو وروسته خپل مخ په داسې ډول ووینځئ چې مساج هم شي، په دې سره به نه یوازې د پوستکي رنګ ښکلی شي بلکې له ګونځو، دانو او داغونو به هم خوندي پاتې شئ.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …