کورپاڼه / روغتيا / ځینې ناروغۍ او ستونزې په دې آسانو طریقو درملنه کړئ

ځینې ناروغۍ او ستونزې په دې آسانو طریقو درملنه کړئ

د هر ډول درد لپاره د درد ضد ګولۍ خوړل مناسب کار نه دی او داسې باید ونشي، که چېرته کورنۍ نسخې وکارول شي نو درد آرامولی شي او د درملو ګټې ترې اخیستلی شئ.

۱- که له وخته وړاندې مو ویښته سپین وي، وچه آمله به د کوپرې په تېلو کې دومره پخه کړئ چې پکې اوبه شي او هره ورځ پرې سور غوړ کړئ.

۲- که میاشتني درد یا د حیض درد لرئ نو دوه یا درې لېمو په سړو اوبو کې وزبېښئ او ویې څښئ. یا لږ ادرک راواخلئ په اوبو کې یې وایشوئ او ویې څښئ.

۳- د سترګو تورې حلقې لپاره د کېنو اوبه له ګلیسرین سره یوځای کړئ او د سترګو په حلقو یې ووهئ.

۴- د ستوني سوخت او درد لپاره د ریحان پاڼې په اوبو کې وایشوئ او تر هغې چې پاڼو اوبه ونه وځي، پاخه یې کړئ او بیا یې غړغړه کړئ.

۵- د سر درد همیشني درد لپاره یوه مڼه پرې کړئ، مالګه پرې واچوئ او سهار په نهاره یې وخورئ.

۶- د وینې لوړ فشار ته د آمله پوډر له شېدو سره یوځای کړئ او سهار یې وڅښئ، نو فشار به مو نورمال شي خو له مالګینو خوړو ډډه وکړئ.

۷- که د معدې ګیس لرئ نو لږه غوندې سوډا په اوبو کې واچوئ او ویې څښئ.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …