کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نیوزیلېنډ د بنګله دېش په شرم پسې راواخیسته

نیوزیلېنډ د بنګله دېش په شرم پسې راواخیسته

د بنګله دېش او نیوزیلېنډ ترمنځ د ددویمې ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده؛ نیوزیلېنډ د ۱ لوبغاړي په سوځېدو ۳۴۹ منډې لري.

دا لوبه د نیوزیلېنډ په کوربتوب پرون سهار وختي پیل شو، چې د لوبې په پیل کې بنګله دېش پچه وګټله او نیوزیلېنډ ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

نیوزیلېنډ په لومړۍ پاڼۍ کې ټولټال ۱۲۸.۵ اورونه ولوبول، شپږ لوبغاړي یې وسوځېدل، ۵۲۱ منډې یې وکړې او پاڼۍ یې ډیکلیر کړه او بنګله دېش ته یې وار ورکړ.

د دوی له لورې ټام لیتم ۲۵۲، ډیون کانوي ۱۰۹، ټام بلنډلل ۵۷ او ویل ینګ د ۵۴ منډو په جوړولو غوره توپ وهنه وکړه. د بنګله دېش لپاره شرف الاسلام او عبادت حسین ۲-۲ او مومن الحق یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بنګله دېش د نیوزیلېنډ د ۵۲۱ منډو په ځواب کې ۴۱.۳ اورونه ولوبول، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل او ۱۲۶ منډې وکړې او ۳۹۵ منډې باقي شو. د دوی له لورې یاسر علي ۵۵ او نورالحسن ۴۱ منډې وکړې. د نیوزیلېنډ لپاره ټرینټ بولټ ۵، ټیم سوتي ۳ او کایل جیمیسن ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …