کورپاڼه / روغتيا / د لمر وړانګو یا پیتاوي ته کېناستل د سینې سرطان خطر کموي

د لمر وړانګو یا پیتاوي ته کېناستل د سینې سرطان خطر کموي

د سینې سرطان په ټوله نړۍ کې په ځانګړې توګه په ښځو کې مخ په زیاتیدو دی، خو یوې نوې څیړنې ښودلې چې د لمر ته کېناستل یا پیتاوی کولی شي د سینې سرطان خطر کم کړي.

څېړونو ښودلې ده، هغه میرمنې چې ډیر وخت لمر ته یا پیتاوي ته تیروي، هغوی د سینې سرطان تر ټولو کم خطر لري. یعنې ډېر لږ امکان وي چې هغوی دې د سینې په سرطان اخته شي.

څېړونکې وایي، ښایي د دې لامل دا وي چې د لمر وړانګې د ویټامین ډي پیداوار زیاتوي، چې په همدې سبب د سینې سرطان امکانات کموي.

څېړونکو دا هم له بلې ویلي دي چې ښځې باید په لمر کې د یو څه وخت تېرولو عادت وګرځوي او خپلې روغتیا دې ته پام وکړي. د دې لویه ګټه دا ده چې لمر په څو ډوله اضطراب او خپګان کموي.

څېړونکي ټینګا کوي چې ښځې دې د سهار له لسو څخه تر دولسو بجو په لمر کې یو څه وخت تیر کړي. د لمر وړانګې د ویټامین ډي سربیره هغه هورمونونه هم تولیدوي چې کولی شي خپګان او اضطراب کم کړي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …