کورپاڼه / هنر او کلتور / هریتیک روشن به سږ کال د زوکړې ورځ ونه لمانځي

هریتیک روشن به سږ کال د زوکړې ورځ ونه لمانځي

د بالیووډ مخکښ اداکار هریتیک روشن نن د جنورۍ میاشتې په ۱۰مه نیټه ۴۸ کلن شو، په داسې حال کې چې مینه وال یې دمخه د هغه کلیزې ته خوښ دي.

د دې فلمي ستوري کلیزې ته یوازې څو ساعته پاتې دي، خو د هغه مینه وال لا دمخه په ټویټر کې هغه ته د کلیزې مبارکۍ هشټاګ چلوي، خو داسې بریښي چې مینه وال به ونشي کولی سږکال هغه وویني.

د هندي رسنیو پر وینا، اداکاران معمولاً د خپلې زوکړې په مناسبت له خپل کوره راووځي، کیک پرې کوي او عکسونه یې له خپلو مینه والو سره شریکوي.

خو د راپورونو له مخې، هریتیک روشن به سږ کال خپله کلیزه د کورونا ناروغۍ د زیاتېدو له امله نه ولمانځي.

د راپورونو د هریتیک روشن ټوله ودانۍ د پروډیوسر ساجد ناډیاډوالا د کورنۍ له کورونا کېدو وروسته کرنتین شوې او په همدې سبب به هریتیک په خپل کور کې کلیزه ولمانځي.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …