کورپاڼه / خبرونه / کریس ټیټلي: موږ ډاډ درکوو چې افغان نولس کلنو لوبډلې ته به بیا تمریني لوبې برابرې کړو

کریس ټیټلي: موږ ډاډ درکوو چې افغان نولس کلنو لوبډلې ته به بیا تمریني لوبې برابرې کړو

په نړیوال جام کې د ګډون په موخه د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې لوبغاړو لاهم ویزې نه دي ترلاسه کړي او په متحده عربي اماراتو کې بند پاتې دي، خو د کرکټ نړیواله شورا ډاډ ورکړی چې تمریناتي لوبې ورته بیا برابروي.

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې افغان لوبډلې ته نن او چهارشنبه د نړیوال جام لپاره د چمتوالي په موخه وارم اپ یا تمریناتي لوبې ورکړل شوې وې، خو دا لوبې لغوه شوې، ځکه چې افغان لوبډله باید د مهالویش له مخې اوسمهال ویسټ انډیز کې وای او ماښام یې له انګلستان سره لوبه کړای وای.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې افغان لوبډله د ویزو په ترلاسه کولو نه ده بریالۍ شوې، خو بله خوا د کرکټ نړیواله شورا وایي موږ هڅه کوو ترڅو یاده ستونزه حل کړو او افغان لوبډله ویسټ انډیز ته ورسېږي.

د کرکټ نړیواله شورا وایي موږ هڅه کوو ترڅو یاده ستونزه حل کړو او افغان لوبډله ویسټ انډیز ته ورسېږي. د کرکټ نړیوالې شورا د ټورنمنټونو مشر کریس ټيټلي دا هم ویلي، چې افغان لوبډلې ته به د چمتوالي په موخه یو ځل بیا سیالۍ چمتو کوي.

د ویلو ده چې له نولس کلنو د کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه پیلېږي، چې افغان به پخپل ګروپ کې له زمبابوې، پاپو نیوګیني او پاکستان سره د جنورۍ په ۱۶، ۱۸ او ۲۰مه لوبې وکړي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …