کورپاڼه / کرکټ / عثمان خواجه په لوبه کې انګلستان او له لوبې بهر د غوراوي کمېټې ته سر خوږی شو

عثمان خواجه په لوبه کې انګلستان او له لوبې بهر د غوراوي کمېټې ته سر خوږی شو

عثمان خواجه د اسټرالیا لوبډلې لپاره د ایشیز لوبلړۍ په څلورمه ټیسټ لوبه کې دوه سلیزې ووهلې، په داسې حال کې چې هغه د ټریوس هیډ پرځای یوې لوبې ته اخیستل شوی، خو اوس یې غوراوي کمېټه ته سر خوږی جوړ کړ.

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د ټیسټ لوبو لوبډلمشر پیټ کمینس ویلي، چې په یوه ټیسټ لوبه کې د دوو سلیزو جوړولو وروسته به د خواجه ډراپ کول ګران وي.

پیټ کمینس زیاته کړې، چې له وروستۍ لوبې وړاندې به د غوراوي کمېټه کیني او د وروستۍ ټیسټ لوبې لپاره د اسټرالیا د لوبډلې په ترکیب کار کوي.

هغه دا هم ویلي چې زه د غوراوي کمېټۍ غړی نه یم خو دا به سخته وي چې هغوی دې عثمان خواجه، چې دوه سلیزې یې ووهلې له پامه غورځوي.

نوموړي ویلي چې عثمان خواجه کولی چې له لومړي تر شپږم نمبر پورې توپ وهني وکړي او ښایي په همدوی کې کوم لوبغاړی ورته کېنول شي.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …