کورپاڼه / کرکټ / د سویلي افریقا دوره؛ کوهلي رغېدلی او اشانت شرما هم لوبېدو ته چمتو دی

د سویلي افریقا دوره؛ کوهلي رغېدلی او اشانت شرما هم لوبېدو ته چمتو دی

د هند کرکټ لوبډلې د ټیسټ کرکټ لوبډلمشر ویرات کوهلي چمتو دی، چې د سویلي افریقا پر وړاندې د ټیسټ لوبلړۍ وروستۍ لوبه کې ولوبېږی.

نوموړی، چې د غاړې د درد له امله په دویمه ټیسټ لوبه کې ونه لوبېده او پرځای یې لوکېش راهول لوبډلمشري په غاړه لرله، اوس رغېدلی او دوه ورځې وړاندې یې هم تمرینات ترسره کړل.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، ویرات کوهلي به د وهاري پر ځای بېرته لوبډله ته راستون شي، په داسې جال کې نوموړي د تېرې ټیسټ لوبې په دوهم اننګز کې ۴۰* منډې جوړې کړې وې.

خو راهول ډراویډ واسي چې وهاري او شریاس اییر ته به بیا چانس ورکړي، اوس دې په تمه پاتې شي. یعنې دا دواړو لوبغاړي به په دریمه ټیسټ لوبه کې نه وي.

بل لوري ته ښایي محمد سراج ته دمه ورکړل شي او پرځای یې تجربه لرونکی اشانت شرما ته موقع ورکړل شي، ورسره څنګ بل چټک توپ اچونکی اومیش یادیو هم شته خو ښایي د لوبېدو چانس ترلاسه نه کړي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …