کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ ماشوم مو آرامه خوب وکړي، نو له دې پنځو لارو چارو ګټه پورته کړئ

که غواړئ ماشوم مو آرامه خوب وکړي، نو له دې پنځو لارو چارو ګټه پورته کړئ

ښه او آرام خوب د روغتیا لپاره اړین دی، یعنې خوب په عمر پورې تړاو نلري بلکې د هر عمر لرونکي اشخاص باید ښه خوب وکړي، خو د ماشوم خوب خورا اړین ځکه وي چې هغوی د ودې له پروسې تېرېږي، که د خوب ستونزې ولري نو وده یې اغېزمنه کېږي.

په سم وخت د ماشوم وېده کول یو ډېر ستونزمن کار دی، ځکه چې هغوی هغه وخت خوب ته چمتو کېږي، کله چې خوب ورشي، که چېرته له خوب وړاندې ماشوم ته له ځینو لارو چارو کار واخیستل شي نو غوره خوب به وکړي.

۱- هڅه وکړئ چې د شپې پرمهال ماشوم له بریښنایي توکو په ځانګړي توګه له موبایل، تلویزون او نورو لېرې وساتلئ.

۲- پر وخت وېده کېدل او پر وخت پاڅېدل د روغتیا لپاره ګټور وي، نو هڅه وکړئ چې خپل ماشوم ته د خوب وخت وټاکئ او پر هغې عمل وکړئ.

۳- له خوب وړاندې ماشوم ته داسې چاپیریال برابر کړئ، چې هغوی سره په آرام خوب کې مرسته وکړي، یعنې ګروپ بند کړئ.

۴- ځینې خواړه هم پر خوب اغېزې کوي او داسې څه مه ورکوئ چې معده یې نشي هضمولی، هڅه وکړئ له خوب وړاندې مڼه ورکړئ ترڅو د لوږې احساس ونه کړي.

۵- د ماشوم لپاره ښه بستره برابره کړئ، یعنې داسې بستره چې هغوی پرې آرام وېده شي او ستونزو سره مخ نشي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ له نزلې او زکام خوندي پاتې شئ؟ نو دا مشروب استعمال کړئ

د ژمي له پیل سره یو شمېر ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې زکام او ټوخی …